کاپيسا کې د برېښنا شارټۍ له امله د معلول شوي هېوادوال سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ د حکم پر اساس د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په اسپه خېلو کلي کې له هغه تازه معلول شوي هېوادوال سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه چې د برېښنا شارټۍ له امله يې دواړه لاسونه قطع شوي وه او پښو يې سخت زيان ليدلى وه.
ياد معلول ته د همدردۍ او لاسنيوي په موخه مرسته ورکړل شوه