عمومی معلومات

افغاني سرې مياشتې پېژندنه

95کاله وړاندې د هېواد يو شمېر خيرپال په دې لټه کې وو، چې څنګه او د چا له لوري د پېښځپلو او اړمنو وګړو لاسنيوی وشي؟ په همدې موخه يې ۱۳۰۸ لمريز کال کې د کابل ښاروالۍ په مرسته د کابل په عمومي بڼ کې د هېواد د بېلابېلو اقشارو او خيرپالو وګړو غونډه جوړه کړه.غونډه کې د ګڼو اندونو او مشورو په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د پېښځپلو او اړمنو د لاسنيوي په موخه دې د يوې خيرپالې ټولنې بنسټ کېښودل شي، ځکه خو په همدې غونډه کې د مرکز امداد اوليه په نوم د يوې خير پالې ټولنې بنسټ کېښودل شو. د همدې غونډې ګډون کـــوونکو څخـــه محمــــد ابراهيم خان د دې خيرپالې ټولنې مشر او له ګډون کوونکو ۲۰ تنه نور يې غړي وټاکل شول. دا چې د مرکز امداد اوليه خيرپالې ټولنې بنسټ د پېښځپلو او اړمنو وګړو د لاسنيوي په موخه ايښودل شوی و او له دغه قشر سره مرسته د پېښو او غربت له امله د دولت پر اوږو د پروت دروند پيټي په پورته کولو کې د دولت مرسته وه؛ نو ځکه د افغانستان د وخت واکمن محمد نادر شاه ددې ټولنې په پښو درولو او تشويق په موخه له خپلې شخصي بوديجې دېرش زره افغانۍ مرسته ورسره وکړه. دا چې له دې وړاندې په ډېری هېوادونو کې ملي ټولنې رامنځته شوې وې؛ نو ځکه په ۱۳۱۱ لمريز کال کې په لاهه کې د ملي ټولنو په غونډه کې په افغانستان کې د ملي ټولنې د جوړېدو خبره ياده شوه او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې هم ملي ټولنه را منځته کړي. له همدې امله د وخت حکومت د مرکز امداد اولیه خيرپالې ټولنې نوم په محراب احمر واړاوه او د څه وخت لپاره د ماليې وزارت په چوکاټ کې او بيا د روغتيا وزارت په چوکاټ کې يې د ملي ټولنې په توګه فعاليت پيل کړ. دا چې په ډېری هېوادونو کې ملي ټولنو د هلال احمر په نوم شتون درلود، نو ځکه په ۱۳۱۳ لمريز کال کې يې نوم له محراب احمر څخه هلال احمر ته واووښت؛ ترڅو افغانستان کې د ملي ټولنې ځـــــای ونيسي ويلی شو، چې هلال احمر ته يې د نوم د اوښتو کال په افغانستان کې په رسمي توګه د ملي ټولنې په توګه د تأسيس کال دی. په را روانو ۲۱ کلونو کې يې وکولی شول د يو خپلواک بنسټ په توګه مطرح شي او ټولې اړوندې چارې د دولت له مداخلې پرته په پوره خپلواکۍ ترسره کړي؛ ځکه خو د رسميت پېژندنې لپاره د ملي ټولنو د نړيوال غورځنګ د ۱۰ شرطونو له پوره کولو وروسته په ۱۳۳۴ لمريز (۱۹۵۴د نومبر پر ۱۱مه) کال کې د ملي ټولنو د نړيوال غورځنګ له لوري په رسميت وپېژندل شوه او افغانستان د ملي ټولنو د نړيوال غورځنګ ۸۳ غړی شو.

 

 

افغاني سرې مياشتې بنسټيز اصول

افغاني سره مياشت د بشري ستونــزو،  رنځونو او کړاوونو د را کمولو او مخنيوي په موخه جوړه شوې. افغاني سره مياشت (۷) بنستيز اصول لري او د خپلو همدغو بنسټيزو اصولو تر چتر لاندې خدمات او فعاليت ترسره کوي.

۱ . بشرپالنه:

 د بـشرپالنې د اصل پر بنسټ اړمنو، ناروغانو او پېښځپلو ته مرستې او درمل رسوي او لاسنيوی يې کوي. په خپل ملي او نړيوال ماموريت کې کوښښ کــوي، چې بشري رنځـــــــونه او دردونه په هرځای کې چــــې وي را کم کـــــړي، سولې ته هڅې وکــــړي او بشري ټولنه له ســوکالۍ برخمنه کړي.

۲ . نا پېيلتوب:

افغاني سره مياشت ناپېيلې ده او د خدماتو د عرضه کولو پر وخت مليت، توکم، طبقې او سياسي نظرياتو ته ترجيح نه ورکوي؛ بلکې ګوري هر چېرته چې بېړني لاسنيوي او مرستې ته اړتیا وي، نو د مرستې او ملاتړ لاس ورکوي.

۳ . نا پلوي:

افغاني سره مياشت د جګړو او شخړو پر وخت د هېڅ لوري پلوي نه کوي، بلکې په ناپلوې توګه د جګړو او شخړو له امله اغېزمنو شويو وګړو ته د بشري مرستو او لاسنيوي خدمات وړاندې کوي.

۴ . خپلواکي:

 افغاني سره مياشت په بشرپالو خدمتونو کې د حکومت د مرستندوی په توګه د هېواد د قوانينو تابع ده، خو بشرپال فعاليتونه په بشپړه خپلواکۍ ترسره کوي او په چارو کې يې کوم څوک لاسوهنه نشي کولی.

 

۵. د خپلې خوښې خدمتونه:

 افغاني سره مياشت له کوم امتياز پرته د خپلو مرستندویو رضاکارانو پر مټ د خپلې خوښې خدمتونه ترسره کوي.

۶. يووالی:

 په هر هېواد کې یوازې يوه ملي ټولنه شتون لري، چې په ټول هېواد کې بشرپال خدمتونه ترسره کوي. افغاني سره مياشت د افغانستان یوازينۍ ملي ټولنه ده.

۷. نړيوالتوب:

 د ملي ټولنو غورځنګ نړيوال دی او له يو او بل سره پـه بشري خدمتونو کې يو ډول دندې او مکلفيتونه لري، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه يې غړې ده.

 

د افغاني سرې میاشتې د نښان شالید

په ۱۸۶۳ زېږېديز کال کې د جنيوا په نړيوال کنفرانس کې په سپينه ځمکه په سور رنګ د سره صليب نښان د جګړې ټپيانو ته د مرستندویو ټولنو د ځانګړي نښان په توګه ومنل شو. ياد نښان په ۱۸۶۴ زيږديز کال کې د سياسي کنفرانس له لوري د پوځي روغتيايي خدمتونو د ځانګړي نښان په توګه د تائيد وړ وګړځېد، خو په ۱۸۷۶ کال کې د روسيې او تر کيې تر منځ د بالکان په جګړه کې عثماني خلافت پرېکړه وکړه، چې د جګړې ټپيانو ته د مرستندویو ټولنو ځانګړی نښان دې سرې مياشتې نښان وي؛ له همدې امله يې د سرې مياشتې نښان د سره صليب د نښان پرځای انتخاب کړ. په عثماني خلافت پسې مصر هم ورتــه ګام واخيست. ايران د خپل هېواد د ملي ټولنې لپاره د زمري او لمر نښان انتخاب کړ، چې په ايران کې دغه شکل تاريخي شاليد لري، خو په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې د ايران ملي ټولنې د لمر او زمري د نښان کارونه پرېښوده او د هغه پرځای يې د سرې مياشتې نښان ومانه.

څه موده وروسته د عثماني خلافت دغه ګام د ملي ټولنو د  نړيوال غورځنګ له لوري په نړيوال کنفرانس کې هم تائيد شو، ځکه خو ځينو نورو هېوادونو هم د خپلو ملي ټولنو لپاره د سرې مياشتې نښان غوره کړ، چې دا مهال په اسلامي نړۍ کې له يو يا دوه هېوادونو پرته ټول اسلامي هېوادونه د خپلو ملي ټولنو لپاره د سرې مياشتې نښان  کاروي او له دوه هېوادونو پرته نور غير اسلامي هېوادونه د خپلو ملي ټولنو لپاره د سور صليب نښان کاروي.

د افغاني سرې مياشتې نښان له ۱۳۱۳ لمريز کال را هيسې تر ننه د بڼې له بدلون سره سره د ملي ټولنې د رسمي نښان په توګه کارول شوی. د ملي ټولنې نښان ددې ټولنې د هويت د پېژندګلوۍ وسيله ده، چې د تشخيص او ملاتړ په موخه ترې ګټه اخيستل کېږي. ملاتړ په دې مفهوم، چې کله هم د افغاني سرې مياشتې رضاکاران، کارکوونکي او د ملي ټولنې د خپلې خوښې خدمتونو وسايط د جګړې ټپيانو ته ددې نښان تر سيوري لاندې د روغتيايي مرستو د وړاندې کولو لپاره ورځي، نو بايد د وسله والو ښکېلو خواوو تر بريد لاندې رانه شي او د هغوی د خدمتونو د لارې خنډ  ونه ګرځي او د هغوی د وسايلو ملاتړ وشي. تشخيص په دې مفهوم، چې هغه شخص، د لېږد وسايل، تأسيسات، روغتيايي مرکزونه، زېرمې او ګودامونه، چې په دې نښان مزين شوي وي، نو په ملي ټولنې پورې تړاو لري.

د نښان ډولونه:

الف ـ حمايوي نښان: که د نښان له کارولو څخه موخه ملاتړ ترلاسه کول وي، نو دغه وخت د افغاني سرې مياشتې حمایوي نښان کارول کيږي، چې د حمايوي نښان اندازه لویه او ترې چاپېره ليکنه هم نشته؛ ترڅو له ليرې سيمو د ليدنې وړ وي.

ب ــ تشخيصي نښان: د تشخيصي نښان اندازه کوچنۍ ده؛ د جيب پر سر، بازو بند، خولۍ، واسکټ، ودانيو او نقليه وسايطو کې کارول کېږي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنه د ځانګړي مهر او نښان لرونکې ده، چې په هغه کې سره مياشت په سور رنګ په سپينه ځمکه کې، چې د هغه په پاسنۍ برخه کې په پښتو ژبه (د افغاني سرې میاشتې ټولنه) او د هغه لاندې په دري ژبه (جمعيت هلال احمر افغانی) دليندۍ په بڼه او په تور رنګ ليکل شوي دي.

د نښان ناسمه کارونه:

 له ملاتړيز (حمايوي) او تشخيصي نښان څخه ناوړه ګټه اخيستنه سر غړاوی ګڼل کیږي، ځکه له نښان څخه ګټه اخيستنه د وسله والو نښتو پر مهال په عامه ليد لوري ناوړه اغيزه کوي او د افغاني سرې مياشتې ارزښت او باور له منځه وړي. په لومړي قدم کې د نښان سمه کارونه خپله دولتونو ته متوجه کېږي، چې درناوی يې وکړي او د ناسمې کارونې پر وړاندې يې قانوني اقدامات وکړي. په دويم قدم کې د ملي ټولنو او د ملي ټولنو د غړو وجيبه ده، چې د ناسمې کارونې مخه يې ونيسي، او د ناسمې کارونې په هکله يې ولسي وګـړي وپوهوي، چې د ناسمې کارونې او ناوړه ګټه اخيستنې په صورت کې له کومو قانوني اقداماتو سره مخ کيدای شي. نښان د یو هېواد، ټولنې، سازمان، شرکت، شخص او ډلې د پېژندګلوۍ نښه بلل کېږي. دا چې د ملي ټولنو د نړيوال فدراسيون په تشکيل کې د سرې مياشتې او سور صليب نښان لرونکو ملي ټولنو غړيتوب درلود؛ له همدې امله په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون د ځان لپاره د سرې مياشتې او سور صليب دواړه نښانونه د خپل ځانګړي نښان په توګه غوره کړل.

 

د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانکه

د پېښو اداره د افغاني سرې مياشتې يوه اړينه او فعاله څانګه ده، چې ددې څانګې له لارې د هيواد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې د طبيعي پېښو(سيلاب، زلزله، وچکالي، واوره ښويېدنه او د ځمکې ياغرونو ښويېدنه) او غير طبيعي (وسلوالې شخړې او کډوالۍ) پېښو له امله د زیانمنو شويو او اړمنو وګړو مرسته، ملاتړ او لاسنيوی کوي او د طبيعي او غير طبيعي پيښو له امله د زيانمنو وګړو د ژغورنې او لاسنيوي په موخه په ټول هېواد کې د افغاني سرې مياشتې رضاکارانو ته لازمه روزنه ورکوي؛ ترڅو وکولی شي په بېړنيو او عادي حالتونو کې د زيانمنو او اړمنو لاسنيوی وکړي. د افغاني سرې مياشتې د پېښو څانګې په ټول هيواد کې زرګونه رضاکاران روزلي، چې تل يې د زيانمنو او اړمنو لاسنيوی کړی.

افغاني سرې مياشتې د پېښو پر مهال د بېړنۍ مرستې لپاره په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولايتونو کې پر سترو  زخيرو سربېره په ټولو ولايتونو کې د اړتياو په کچه زخيرې لري.

د پېښو د څانګې د فعاليتونو برخې:

 ۱ ــ پېښو ته د لاسرسي په موخه روزنه او معلومات:

کله چې هم کوم ځای يوه پېښه رامنځ ته شي، نو مسلکي او فعال لاسنيوی يې يوازې هغه څوک کولی شي، چې د پېښې په اړه معلومات، روزنه او پوهه ولري. يعنې که یو چا د زلزلې د وقوع او له  زلزلې د ژغورنې روزنه تر لاسه کړې وي، نو هغه کولی شي د هغه چا په پرتله چې زلزله نه پېژني او د زلزلې له امله له زيانمنو شویو وګړو د ژغورنې روزنه يې نه وي ليدلې؛ د زيانمنو ښه او لازمه مرسته او لاسنيوی وکړي. د افغاني سرې مياشتې د پېښو د ادارې له لوري په همدې موخه په ټول هېواد کې د افغاني سرې مياشتې رضاکارانو ته روزنه ورکول کېږي او د روزنې بيا بيا تجدید يې کيږي، تر څو د افغاني سرې مياشتې د بشرپالنې او رضاکارانه خدمتونو بنسټيز اصول پلي شي. د رضا کارانو تر څنګ د افغاني سرې مياشتې کارکوونکو ته هم د پېښو د څانګو له لوري د طبیعي او غير طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې روزنه ورکول کيږي، ځکه روزنه او ظرفيت جوړونه د افغاني سرې مياشتې د خدمتونو وړاندې کول پياوړي کوي او کولای شي په زيانمنو سيمو کې د لا ډېرو زيانونو مخنيوی وکړي. د پېښو کيفيت او کميت ته په کتو د پېښو څانګې «د ټولنې له منځه پېښو ته د چمتوالي»، «پېښوته د لاسرسي واحد» او «پېښو ته د لاسرسي ملي ډله» په کچه درې کټه ګورۍ رامنځته ته کړي، چې د هرې ډلې کاري سیمه او محدوده څرګنده ده. له دغو درې کټه ګوريو موخه په لوړه او غوره کچه د زيانمنو لاسنيوی دی. د پېښو اداره د همدغو درې ډلو تجربې، نوښتونه او پرمختګونه د روزنيزو ورکشاپونو له لارې له يو او بل سره شريکوي او چارو ته وده  ورکوي. د پېښو څانګه د افغاني سرې مياشتې رضاکارانو او کارکوونکو ته د طبيعي او غير طبيعي پېښو په اړه د روزنيزو ورکشاپونو له لارې ګواښمنې سيمي ور په ګوته کوي او ور زده کوي، چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو رامنځ ته کېدو لاملونه څه دي. د پېښو څانګه خپلو کارکوونکو او رضا کارانو ته د خپلو شته امکاناتو او له هغو څخه د ګټې اخيستنې روزنه او معلومات هم ورکوي اوهم ور زده کوي، چې د افغاني سرې مياشتې له مرستې څنګه اړمن او زيانمن ګټه واخلي. همدا ډول د پېښو له پېښيدو وروسته بايد دوی څنګه له ممکنه ګواښونو ځانونه وژغوري او هم زيانمنو ته نجات ورکړي. رضاکارانو او کارکوونکو ته ياد معلومات او روزنه ورکول د افغاني سرې مياشتې د امورو د ښه او پر وخت ترسره کيدو لپاره کېږي. د پېښځپلو سيمو پېژندنه، رضاکارانو ته ښوونه او روزنه، پېښو سره د مبارزې لپاره د خلکو د پوهاوي د کچې لوړتيا، د اغيزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له اړوندو ټولنو سره همغږي، د پېښو له رامنځ ته کيدو مخکې د پېښو مديريت د پېښو د څانګې له کړنو شمېرل کېږي.

ــ څنګه د پېښو په جريان کې بېړنۍ مرسته وکړو؟:

کله چې هم کوم ځای ناوړه پېښه رامنځ ته شي، نو د افغاني سرې مياشتې رضاکاران د افغاني سرې مياشتې ځايي استازوليو ته خبر ورکوي. د خبر له تر لاسه کولو سره سم له مخکې د ترلاسه کړې روزنې او چمتووالي پر بنسټ د افغاني سرې مياشتې کار کوونکي له هر چا وړاندې سيمې ته ځانونه رسوي او د ځايي رضاکارانو په ملتيا د زيانمنو لاسنيوی او مرسته کوي او د پېښې قربانيان ژغوري. په دوی کې روغتيايي ګرځنده روغتيا پال، روزلي رضاکاران، د لومړنيو روغتيايي مرستو کارکوونکي، له پېښځپلو سره د مرستې کارکوونکي، د ورکو وګړو د لټون او د غذايي او غير غذايي موادو او د روغتيايي درملو د لېږد کاروان شتون لري. لومړی رضاکاران د ژغورنې په برخه کې لاس په کار کېږي او د پېښې قربانيانو ته نجات ورکوي؛ تر څنګ يې د لومړنيو روغتیايي مرستو کارکوونکي او رضاکاران قربانيانو ته خدمات وړاندې کوي. په دويم قدم کې له پېښځپلو سره د مرستې کارکوونکي او رضاکاران په دقيقه او شفافه سروې پيل کوي او د پېښې تلفات، زيانونه، زيانمنې سيمې او د پېښځپلو اړتياوې سروې کوي. له شفافې سروې وروسته له پېښځپلو سره د مرستې کارکوونکي زيانمنو ته له اړتياسره سم مرستې، خيمې، خوراکي او اړين تــــوکي ويشي او د وګــړو ژوند ژغوري. همدا ډول د پېښځپلو لپاره مؤقت پنډغالی جوړوي. تر څنګ يې روغتياپال په سيمه کې روغتيايي ګرځند مرکز فعالوي او د زيانمنو درملنه کوي.

۳ ــ د ورکو وګړو پلټنه او موندنه:

له کورنيو د ورکو شویو غړيو لټون او موندنه او له کورنيو يا له دوستانو سره يې اړيکه ټينګول د افغاني سرې مياشتې د پېښو د څانګې يو با ارزښته فعاليت دی. د افغاني سرې مياشتې د پېښو څانګه هڅې کوي، چې له کورنۍ  د ورکو شویو غړو، اسيرانو او بې ځايه شويو غړو لټون وکړي او له کورنيو يا دوستانو سره يې اړيکې ټينګې کړي.

 افغاني سرې مياشتې په ۱۳۷۶ لمريز کال کې، چې د ۱۴۱۸سپوږميز کال سره سمون خوري په خپل تشکيلاتي جوړښت کې د ورکو وګړو د لټون او موندنې برخه را منځ ته کړه، چې تر دا مهاله يې په ټول هېواد کې د لسګونو زرو اسيرانو ليکونه د دوی تر کورنيو او دوستانو او همدا ډول د کورنيو او دوستانو ليکونه يې د دوی اسيرانو ته رسولي. د ورکو وګړو د لټون او موندنې په فعاليت کې افغاني سره مياشت په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر د هغو جنګي او سياسي بنديانو اړيکې د دوی له کورنيو او دوستانو سره ټينګوي، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره د اړيکې امکانات ونه لري. افغاني سره مياشت په هېواد کې يوازينۍ رسمي ټولنه ده، چې کولی شي د هېواد په هره برخه کې زندانونو ته لاړه شي؛ له اسيرانو ليکونه تر لاسه او د دوی کورنيو ته يې ورسوي او همدا ډول د دوی د کورنيو ليکونه تر دوی ورسوي.

ــ د جګړې له ډګره د جسدونو لېږد:

 د افغاني سرې مياشتې دپېښو څانګه د جګړې د قربانيانو جسدونه تر يو مشخص ځای او ياد قربانيانوکورنيو ته د دوی په غوښتنه رسوي. افغاني سرې مياشتې په تېرو څو لسيزو کې د جګړې له ډګره د زرګونو قربانيانو جسدونه د دوی تر کورنيو اویا تر مشخصو ځايونو رسولي. د جګړې له ډګره د جسدونو په راپورته کولو کې افغاني سره مياشت د ناپېيلتوب او ناپلوۍ د بنسټيزو اصولو پر بنسټ عمل کوي. تر کورنيو او يا تر مشخص ځای پورې د جګړې له ډګره د قربانيانو د جسدونو لېږد د افغاني سرې مياشتې د پېښو د څانګې مهم فعاليت دی، چې د هېواد په هره سيمه کې چې جګړه شتون ولري، نو د پېښو د څانګې کارکوونکي په جګړه کې د ښکيلو لوريو په غوښتنه هلته ځانونه رسوي او اجساد انتقالوي. په يادو برخو کې د شته فعاليتونو تر څنګ د افغاني سرې مياشتې د پېښو څانګه په ګڼو نورو برخو کې هم د خپلو اوه ګونو بنسټيزو اصولو پر بنسټ فعاليتونه تر سره کوي.

 

د افغاني سرې میاشتې  د روغتیا څانکه

د افغاني سرې مياشتې د روغتيا د څانګې ټولې هڅې په هېواد کې د بشري روغتيايي کړاوونو پر راکـــــمولو او د وګـــــــړو پر روغتيا ساتنه متمرکزې دي. افغاني سره مياشت دا مهال په ټول هېواد کې له روغتيا وزارت سره ثبت ۱۷۳ روغتيايي مرکزونه لري، چې په وړيا توګه د هېوادوالو درملنه او ناروغانو ته وړيا درمل ورکوي.

 ۱ ــ ثابت کلينيکونه:

دافغاني سرې مياشتې په ۱۷۳روغتيايي مرکزونو کې ۴۶ ثابت کلينيکونه دي، چې ټول له روغتيا وزارت سره ثبت دي. دافغاني سرې مياشتې هر ثابت کلينيک يو ډاکتر، يوه قابله، يو فارمسيست، دوه واکسيناتوران، يو د سوء تغذي مشاور، کافي اندازه درمل او نور اړوند کارکوونکي لري، چې تل يې د ناروغو هېوادوالو لاسنيوی او درملنه کړې او هم يې دوی ته د ناروغيو په اړه پراخ معلومات ورکړي. د افغاني سرې مياشتې ډېری ثابت کلينيکونه په لرې پرتو هغو سيمو کې دي، چې وګړي يې روغتيايي مرکزونو ته بشپړ لاسرسی نه لري. د افغاني سرې مياشتې له لوري له ښاري سيمو په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو له جوړښت موخه هغو وګړو ته روغتیايي وړيا خدمات وړاندې کول دي، چې نشي کــولی ښاري سيمو ته ولاړ شي. په ښاري سيمو کې د خيريه بنسټونو، دولتي ارګانونو او نړيوالو ادارو د روغتيايي مرکزونو شمېر ډېروي، خو په لرې پرتو کليوالي سيمو کې د روغتیايي مرکزونو شتون کم  وي، چې له همدي امله، افغاني سره مياشت په لرې پرتو سیمو کې روغتيايي مرکزونه را منځ ته کړي.

د افغاني سرې مياشتې په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د نارينه او ښځينه روغتياپالو تر څنګ د قابلې د شتون موخه په لرې پرتو سيمو کې په ولادي ناروغۍ د اخته مېرمنو لاسنيوی او د نوي زېږيدلي ماشوم سمه پالنه او ساتنه ده.

 د افغاني سرې مياشتې ثابت کلينيکونه هر کال لسګونه زره هيواد والو ته وړيا خدمات تر سره کوي. ترڅنګ يې مراجعينو ته د روغتياپالو له لوري روغتيايي لارښوونې او د روغتيا ساتنې په اړه لازم معلومات او سپارښتنې هم وړاندې کیږي.

د میندو او مېرمنو روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په موخه ښځينه روغتياپالانې ګومارل شوي

۲ــ فرعي کلينيکونه:

 فرعي کلينيکونه د افغاني سرې مياشتې د روغتيايي مرکزونو دويمه کټه ګوري ده. دا مهال افغاني سره میاشت په خوست، غزني، کندوز، زابل، کونړ، لوګر، دايکندي، پکتيکا، پنجشېر او ارزګان ولايتونو کې ۲۸ فرعي کلينيکونه لري. په فرعي کلينيکونو کې هم د ثابتو کلينيکونو په څېر خدمات وړاندې کېږي. له ثابتو کلينيکونو سره د فرعي کلينيکونو توپير يوازې او يوازې د کار کوونکو په تشکيل کې دی، چې د فرعي کلينيک د کارکوونکو تشکيل دوه تنه کم دی. د افغاني سرې مياشتې ډېری فرعي کلينيکونه هم په لرې پرتو سيمو کې دي.

۳ــ ګرځنده روغتيايي کلينیکونه:

افغاني سره مياشت په ټول هېواد کې ۹۷ ګرځنده روغتیايي کلينيکونه لري. د افغاني سرې مياشتې ګرځند روغتيايي کلينيکونه په بېړنيو حالتونو کې هغو سيمو ته ځانونه رسوي، چې هلته د طبيعي يا غير طبيعي پېښې يا ناروغۍ له امله د وګړو روغتياپالنې ته اړتياوي. د افغاني سرې مياشتې ګرځنده روغتیايي کلينيکونه د روغتيا وزارت له پاليسۍ او ستراتيژۍ سره سم چارې تر سره کوي. د افغاني سرې مياشتې هر ګرځنده کلینیک روغتياپال، قابله، فارمسست، نرس، واکسيناتور، غذايي مشاور او په شپاړس ګرځنده ټيمونو کې يويو نارينه او يوه يوه زنانه د رواني مشاور په توګه شتون لري. د افغاني سرې مياشتې ډېری ګرځند کلينيکونه له لزوم ديد سره سم د کډوالو کورنيو پنډغالو، د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله بې ځايه شويو، لرې پرتو کليوالي سيمو او هغو سيمو ته، چې هلته بېړني لاسنيوي ته اړتيا وي لېږل کېږي. د افغاني سرې مياشتې د ګرځندو روغتیايي کلينيکونو ټول خدمات، درملنه او درمل وړیا دي. د افغاني سرې مياشتې په ګرځندو کلينيکونو کې یوازې ۳۶ کلينيکونه د کتلوي معافيت دي. تل د اړمنو او زيانمنو په لاسنيوي کې ګرځند کلينيکونه اغېزمن ثابت شوي؛ له همدې امله ګرځند کلينيکونه د افغاني سرې مياشتې د روغتيا د څانګې با ارزښته رکن ګڼل کيږي.

۴- ستر روغتونونه:

 افغاني سره میاشت په هېواد کې دوه ستر روغتونونه لري، چې یو په پلازمېنه کابل او بل په کندهار ولایت کې دی.

الف ـــ کابل کې ۵۰ بستريز ستر مرکزي روغتون:

دغه روغتون هره ورځ د لسګونو روغتياپالو او کارکوونکو پر مټ د سلګونو ناروغانو د بستر لپاره ۵۰ بستره لري او ټول خدمات او درمل يې وړيا دي. ياد مرکزي روغتون په هېواد کې د کويډ ۱۹ وايروس د خپريدو له امله په ۱۳۹۹ لمريز (۲۰۲۰ زېږديز، ۱۴۴۲سپوږميز) کال کې ډېری برخې د کويډ ۱۹ د ناروغانو درملنې ته ځانګړې کړې، چې د ۱۴۰۱ لمريز کال د غويي تر ۲۶ مې (۱۶\۵\۲۰۲۲ز ـ ۱۵\۱۰\۱۴۴۳س) پورې يې دوام وکړ، خو له يادې نېټې وروسته د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئيس مولوي مطيع الحق خالص له لوري بېرته عادي حالت ته ور وګرځول شو. په ياده موده کې مرکزي روغتون ۱۳۰،۰۰۰ وګړو ته روغتیايي خدمات او عامه پوهاوی وړاندې کړل. اوس مهال په مرکزي روغتون کې په عمومي داخله، عمومي جراحي، ولادي نسائي، لابراتــــوار، اکسرې، غاښونو، سوجوک تراپي، لشمانيا، اوپي ډي، ماشومانو او ځينو نورو برخو کې خدمات ترسره کېږي.

 ب ــ کندهار کې جامع روغتون:

افغاني سره مياشت په کندهار ولایت کې يو لس بستريز ستر روغتون لري، چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي. په دغه مجهز روغتون کې نارينه او ښځينه روغتياپالان، نرسان، قابلې، واکسيناتوران، د لابراتوار کارکوونکي، د سوء تغذي مشاور، فارمسيست او اړوند کارکوونکي شتون لري.

کندهار کې د افغاني سرې مياشتې ياد ۲۴ ساعته ۱۰ بستريز مجهز روغتون ټول امکانات لري او وړيا درملنه او درمل مراجعينو ته ورکوي. ترڅنګ يې مراجعينو ته د روغتيايي ساتنې په موخه د سپارښتنې او معلوماتو بهير هم مخې ته وړي.

۵ ــ لومړنۍ روغتيايي مرستې:

په ټوله نړۍ کې د لومړنيو روغتيايي مرستو خدمات يو ارزښتمن فعالیت دی؛ له همدې امله د افغاني سرې مياشتې د روغتيا د څانګې له لوري په ټول هېواد کې د لومړنيو روغتیايي مرستو بهير مخې ته وړل کېږي.

 د افغاني سرې مياشتې د روغتيا د څانګې د لومړنيو روغتيايي مرستو روغتياپال او کارکوونکي د جګړو، شخړو او کورنيو او ترافيکي پېښو له امله ټپيانو شويو وګړو ته لومړني روغتيايي خدمتونه ترسره کوي، د طبيعي او غير طبيعي پېښو د زيانونو په ارزونه او سروې کې فعاله ونډه لري، په لرې پرتو سيمو کې د لومړنيو روغتيايي مرستو اړوند د درملنې توکي او وسايـــــل ويشي، په ټولنه کې د پاکو اوبو په برخه کې وګړو ته اوبه پاکوونکي روغتیايي توکـــــــي ويشي او عامه پوهاوی ورکوي، د ساري، غير ساري اوموسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره په ټولنه کې تبليغاتي فعاليت اوکمپاينونه کوي، د ښارونو او سيمو د پاکوالي په کمپاينونو کې ګډون کوي، په ښوونځيو کې د روغتيا ساتنې په موخه لازم تشنابونه رغوي، د ښوونځيو زده کوونکو ته پاکې اوبهچمتو کوي، د اضافي توکو د سوځولو لپاره مناسب ځايونه جوړوي، د روغتيا ساتنې لپاره په ښوونځيو کې روغتیايي کمېټې رامنځ ته کوي او سترو پېښو پر وړاندې د مبارزې په موخه د ټولنې له منځه د لومړنيو روغتیايي مرستو رضاکاران روزي، چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې چې ۵۰۳ ولسوالۍ او ۱۲۰۰ کلي دي نږدې ۲۳۰،۰۰۰ روزل شوي رضاکاران لري.

 د افغاني سرې مياشتې د لومړنيو روغتیايي مرستو د روغتياپالو له لوري په ټولنه کې روزلو رضاکارانو ته له روزنې وروسته ۱۲ قلمه روغتيايي توکي ورکول کيږي، چې د کال په اوږدو کې يې کمښت بېرته ورپوره کېږي.

۶ــ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه:

 د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو د بې وزله کورنيو د غړو زړونه له خپګان او اندېښنې ډک ساتلي وي. افغاني سره مياشت د وګړو د غمونو او اندېښنو د راکمولو په موخه فعاليت ترسره کوي، ځکه خود سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخه د افغاني سرې مياشتې د روغتيايي څانګې په فعاليتونو کې په ۱۳۸۷ لمريز (۱۴۲۹سپوږميز، ۲۰۰۸ زېږديز)کال کې ور زیاته شوه. په ټول هېواد کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر زيات دی. په تېرو شاوخوا څـوارلس کلونو کې افغاني سرې مياشتې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر په ځينو هېوادونو کې تر دا مهاله له ۱۵،۳۳۰ څخه د ډېرو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو عمليات ترسره کړي. اوسمهال له افغاني سرې مياشتې سره له ۲۹،۰۰۰ زيات ورته ناروغان ثبت دي، چې د درملنې او عملياتو لړۍ يې روانه ده. د سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د عمليات او درملنې ټول لګښت د افغاني سرې مياشتې په غاړه دی، چې په هر ناروغ ماشوم له ۵۰۰۰۰ افغانيو تر ۲۰۰۰۰۰ افغانيو لوړ لګښت راځي.

آلمان هېواد ته د ماشومانو لېږد:

افغاني سره مياشت په هېواد کې دننه د ناروغانو پر درملنه سربېره له هېواده د باندې هم د يو شمېر ناروغو هېوادوالو درملنې ته لاره هواروي. د افغاني سرې مياشتې او«د المان سولې کلي» په نوم د نا دولتي خيريه بنسټ تر منځ په ۱۳۶۸ لمريز کال کې يو هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې يې د آلمان د سولې کلي خيریه بنسټ د المان هېواد په ابرهوزن ښار کې د هغو ناروغو افغان ماشومانو درملنه کوي، چې په اور سخت سوزېدلي وي، د هډوکو ناروغي ولري او يا يې هډوکي مات وي. د هوکړه ليک پر بنسټ هر کال دوه ځل د آلمان د سولې کلي بنسټ له لوري افغانستان ته د ياد بنسټ روغتياپال راځي او په خپله د يادو ناروغانو تشخيص او کتنه کوي. په دغو ماشومانو کې یوازې له ۱ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې ماشومان شامل دي.

په تېرو ۳۵ کلونو کې آلمان ته ۹۱ ډلې ماشومان لېږل شوي، چې ټولټال شاوخوا ۵،۰۱۰ ماشومان کېږي. ياد ناروغ ماشومان له درملنې وروسته بېرته خپل هيواد ته را ستانه شوي.

په کومو ناروغيو اخته ماشومان آلمان ته لېږل کېږي؟

د هډوکي بدبويي(Chronic) دا هغه ناروغي ده، چې هډوکی اوبه او بدبوی کوي.

د هډوکي تخريب (Pathologic fracture): دغه ناروغي د هډوکي د کمزورۍ له امله رامنځ ته کېږي، چې له امله يې هډوکی پرلپسې تخريبېږي.

سخته سوزېدنه (brun injuries with joint fusion): دا په اور د سختې سوځېدنې ناروغي حالت دی.

د مصنوعي مقعد جراحي(colostomy): دغه جراحي عمليات هغه ناروغ ته ترسره کېږي، چې کله يې د لويې کولمې مقعد برخه ستونزه ولري او کولمې په نورمال ډول کار نشي کولی.

له جنین دباندې مثانه(bladder exstrophy): دا له جنین څخه دباندې د مثانې د ودې ناروغي ده.

د افغاني سرې مياشتې او د آلمان د سولې کلي خيريه بنسټ تر منځ د شوي هوکړه ليک پر بنسټ افغاني سره مياشت افغانستان ته د المان د سولې کلي د خيريه بنسټ د روغتياپالو له راتګ وړاندې په ټول هېواد کې د رسنيو له لارې هغه ناروغان پر ټاکلې نېټه راغواړي، چې په اور سخت سوځېدلي وي، د هډوکو ناروغي ولري او يا يې هډوکي مات وي. په دويم قدم کې هغو ناروغو ماشومانو ته د پاسپورت او ويزې ټولې آسانتياوې چمتو کوي او لګښت يې پر غاړه لري، چې د المان د سولې کلي د خيریه بنسټ د روغتياپالو له لوري المان ته د درملنې لپاره د وړلو وړ ګڼل شوي وي.

 د هوکړه ليک له مخې د المان د سولې کلي خيريه بنسټ به هرکال دوه ځل کابل ته خپل روغتياپال را لېږي او المان ته د وړلو لپاره به د ناروغو ماشومانو تشخیص او معاينه کوي، المان هېواد ته د الوتکې په واسطه د ناروغو ماشومانو د تګ راتګ لګښت به تاديه کوي، په المان کې د ۶ مياشتو په موده کې دخوراک او پوښاک لګښت به پر غاړه لري او په المان کې به يې درملنه کوي.

یاد ناروغ ماشومان په المان هېواد کې ۶ مياشتې تر درملنې لاندې نيول کېږي او بيا هېواد ته راګرځول کېږي. هېواد ته له راستنېدو وروسته تر دوه کلونو ددوی مراقبت کيږي او په دوه کلونو کې ددوی د ناروغۍ لپاره اړين درمل تهيه کیږي.

 

د افغاني سرې میاشتې د خپلې خوښې خدمتونو څانکه

د خپلې خوښې خدمتونه د افغاني سرې مياشتې بنسټيز اصل دی. د همدې اصل پر بنسټ افغاني سره مياشت په ټول هېواد کې زرګونه روزلي رضاکاران لري، چې دوی له کوم تبعيض، امتياز او معاش پرته په خپله خوښه د اړمنو، زيانمنو او ناروغانو لاسنيوی کوي. په افغاني سره مياشت کې د رضاکارانو د خپلې خوښې خدمتونو اغېز ډېر پراخ او زيات دی. د خپلې خوښې خدمتونه د افغاني سرې مياشتې رضاکاران ترسره کوي، چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو پر وخت د افغاني سرې مياشتې د کارکوونکو تر څنګ د ژغورنې، پوهاوي، ملاتړ،لاسنیوي او مرستې په فعاليتونو کې کارنده ونډه لري.

په هر ولايت کې د افغاني سرې مياشتې په نمايندګۍ کې د رضاکارانو د جلب او جذب لپاره د غړيتوب اداري جوړښت شتون لري، چې هر څوک کولی شي د غړيتوب د اداري شرايطو له پوره کولو وروسته د افغاني سرې مياشتې رضاکار شي. د غړيتوب د اداري جوړښت له لارې افغاني سرې مياشتې ته جلب شوي رضاکاران په ګروپونو ويشل کيږي او د خپل ملي احساس له مخې له حق الشموليت وروسته هره مياشت افغاني سرې مياشتې ته په خپله خوښه حق العضويت ورکوي. همدغه د حق العضويت ورکړه د پېښځپلو په لاسنيوي کې کارنده ونډه لري.

د خپلې خوښې خدمتونو برخې ته د پراختيا په موخه افغاني سرې مياشتې لاندې فعاليتونه په کار اچولي:

۱ــ لوبې او بدني روزنه:

افغاني سره مياشت په مرکز او ولايتونو کې د واليبال، کرکټ، پنګ پانګ، کاراتې، باسکټبال او يو شمېر نورو لوبو لوبډلې او روزونکي لري او د هېواد په ګڼو ولايتونو کې لوبېږي. د لوبو او بدني روزنې برخې ته له پاملرنې او ودې موخه په ټولنه کې د ځوان او روښان فکر وده، ذهني آرامي او د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو پېژندنه ده. د افغاني سرې مياشتې لوبډلو د هېواد په کچه برياوې ترلاسه کړي او يو شمېر لوبغاړي يې توانيدلي، چې د هېواد ملي لوبډلو ته لار ومومي. د افغاني سرې مياشتې د لوبډلو ټول غړي رضاکاران دي، چې شمېر يې سلګونه تنه دی.

۲ ــ د روزنې او پوهې مرکزونه:

ددې لپاره چې تنکي ځوانان وپوهېږي د افغاني سرې مياشتې وظيفوي وجيبې او اصول څه دي، د خپلې خوښې خدمتونه په ټولنه کې کوم ځای لري، څومره اړين دي او په کومه روحيه بايد د اړمنو، زيانمنو او ناروغانو لاسنيوی وشي؛ د هېواد په هر ولايت کې د افغاني سرې مياشتې له لوري دلنډمهالو زده کړو مرکزونه جوړ شوي چې دا مهال په کې زرګونه تنکي ځوانان زده کړې کوي. تنکيو ځوانانو ته له لنډمهالو زده کړو موخه د خپلې خوښې د خدمتونو د اصل د تقويې تر څنګ ټولنې ته د سالمو وګړو ډالۍ کول هم دي؛ ترڅو ټولنې ته  داسې ځوانان وړانــــدې شي، چې بشري ارزښتونه او انساني کرامت وپېژني، د ټولنې د قومونو ترمنځ د ګډ ژوند او ښو اړيکو غوښتونکي وي او د خوشاله راتلونکي لپاره هاند او هڅې وکړي. همدا ډول د خپلو سيمو او ښارونو په پاک ساتلو کې ونډه ولري او نور پاکوالي ته و هڅوي.

د افغاني سرې مياشتې د روزنې او پوهې په مرکزونو کې ټول زده کوونکي د بې سرپرسته، اړمنو او فقيرو کورنيو تنکي ځوانان او ماشومان دي. د افغاني سرې مياشتې د خپلې خوښې خدمتونو په برخه کې تر ډېره همدغه زده کوونکي له فراغت وروسته په خپله خوښه د افغاني سرې مياشتې رضاکار کېږي او د ټولنې دلاسنيوي خدمت ته وړاندې کیږي.

 ۳ ــ د وينې ډالۍ:

 د افغاني سرې مياشتې رضاکاران د بشرپالنې د احساس او اصل پر بنسټ هر کال د وينې د راټولولو لپاره په خپلو اړوندو ولايتونو کې په خپله خوښه روغتونونو ته خپله وينه ډالۍ کوي او د وينې د راټولولو په موخه په خپلو ولايتونو کې کمپاينونه تر سره کوي؛ تر څو په روغتونونو کې وينې ته اړمنو وګړو ته وړیا وينه شتون ولري او ژوند يې وژغورل شي. د افغاني سرې مياشتې رضاکاران توانيدلي هر کال ډېره زیاته وينه روغتيايي مرکزونو ته ډالۍ کړي او نور هېوادوال هم د وينې ډالۍ ته وهڅوي.

د افغاني سرې میاشتې  د مرستونونو څانکه

مرستونونه د افغاني سرې مياشتې په چوکاټ کې ډېر مهم ځای او ارزښت لري. په افغاني سرې مياشت کې د مرستون بنسټ د افغاني سرې مياشتې د رامنځ ته کيدو په لومړيو کلونو کې ايښودل شوی. افغاني سره مياشت توانيدلې په تېرو لسګونو کلونو کې د مرستونونو له لارې د لسګونو  زرو اړمنو، زیانمنو او بې وسو وګړو لاسنيوی وکړي او دوی ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

دا مهال افغاني سره مياشت په پلازمېنه کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار،کندوز او هرات ولايتونو کې د زونونو په کچه مرستونونه لري، چې هر مرستون بېلابېلې برخې لري. په عمومي توګه په مرستونونو کې په لاندې برخو کې خدمات وړاندې کيږي:

د بې سرپرسته کورنيو کفالت:

د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې داسې کورنيو ته ځای ورکول کيږي، چې کورنۍ يې هيڅ سرپرست ونه لري. دغو کورنيو ته د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې کور ورکول کېږي او دوی ته د ژوند ټولې آسانتياوې برابرېږي.

تر څنګ يې د دغو کورنيو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرېږي او روغتياپالان تل د دوی مراقبت او درملنه کوي.

دبې سرپرسته کورنيو ښځينه غړو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي؛ تر څو وکولی شي د افغاني سرې مياشتې له مرستون څخه له رخصتېدو وروسته بل چاته له لاس نيولو پرته په خپل لاس د خپلې کورنۍ لپاره عائد تر لاسه کړي اوخوښ ژوند ولري. دغه بې سرپرسته کورنۍ د درې کلونو لپاره د افغاني سرې مياشتې په مرستون کې وي؛ له درې کلونو وروسته د دې کورنۍ پر ځای بله کورنۍ مېشت کېږي. د درې کلونو په بهير کې د بې سرپرستو کورنيو هر غړي ته معلوم جيب خرڅ هم ورکول کيږي، چې دوی پرې د مياشتې په اوږدو کې خپلې اړتياوې پوره کوي.

د معلولينو کفالت:

د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې هغو بې سرپرسته معلولينو ته هم ځای ورکول کيږي، چې د خدمت لپاره يې

کوم څوک نه وي او نشي کــــــولی د ژوند تېرولو لپاره په خپل لاس عائد لاس ته راوړي. دوی ته هم د بې سرپرسته کورنيو د غړو په څېر د هستوګن ځای، درملنه، د ژوند آسانتياوې او مياشتنی خرڅ ورکول کېږي. د افغاني سرې مياشتې په مرستونو کې داسې معلولين هم شته، چې له ۱۵ کلونو ډېره موده کېږي، چې کفالت يې کيږي.

د رواني ناروغانو درملنه او کفالت:

د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې په رواني ناروغيو سلګونه اخته ناروغان ساتل کيږي او درملنه يې کيږي. دوی ته د ژوند ټولې آسانتياوې برابرې شوي. د دوی د روغتيا لپاره د افغاني سرې مياشتې روغتياپال د دوی په درملنه بوخت دي. د افغاني سرې مياشتې په مرستونونو کې ښځينه او نارينه رواني ناروغان ساتل کيږي.

 بې سرپرسته کونډو ته مياشتينی خرڅ:

د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو له لوري په ټول هېواد کې د زرګونو بې سرپرسته کونډو د کورنیو هر غړي ته هره مياشت ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. که د يوې بې سرپرستې

کونډې په کورنۍ کې ۸ غړي وي، نو افغاني سره مياشت دې بې سرپرستې کورنۍ ته په پرلپسې توګه هره مياشت ۱۶۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

د اړمنو سوالګرو له کورنيو سره مرسته:

د افغاني سرې مياشتې د مرستونونو له لوري د هغو سوالګرو له کورنيو سره پرلپسې هره مياشت نغدي مرسته کېږي، چې اړمــــن وي او نشي کـــولی د خپــــلې کــورنۍ کفالت وکړي. د اړمن سوالګر  له کورنۍ سره که په کورنۍ کې يواځې یو تن وي هره میاشت دوه زره او که دوه تنه وي هره مياشت څلور زره افغانۍ مرسته کېږي او که د کورنۍ غړي له دوه تنو ډېر وي نو هرې يوې کورنۍ ته پينځه زره افغانۍ ورکول کېږي.

د تلــې ۲۴مه؛ په افغانستان کې د ځانګړې اونۍ د ثبت او پيل نېټه

موخه:

 د پېښځپلو او اړمنو په مرسته او لاسنيوي کې د خيرپاله وګړو ونډه اخيستنه.

 افغاني سره مياشت هر کال د تلې په ۲۴مه نېټه، د بشري کــــړاوونو د راکمولو په برخــــه کې ددې ټولنې د مالي زېرمو د پياوړتيا په موخه په ټول هېواد کې د مرستې راټولونې په پار ځانګړې اونۍ لمانځي. دا دوديزه اونۍ په ۱۳۳۱ لمريز کال کې د وخت د دولت له لوري افغاني سرې مياشتې ته د ځانګړي امتياز په توګه ورکړل شوې ده، چې له هغه مهال راهيسې هر کال د دولت په  حمايوي پيغام سره، چې په بشرپالو خدماتو کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ کوي؛ د هېواد په کچه دايرېږي، چې موخه يې له پېښځپلو او اړمنو د لاسنيوي په پار د مرستو راټولول دي. ددې ځانګړې اونۍ په پيل کې افغاني سره مياشت په مناسبتي شعارونو د ښارونو د ښايسته کولو ترڅنګ د مرکزي دفتر سربېره په ۳۴ نمايندګيو کې د سيمه ييزو چارواکو، مخورو، علماو، ښوونکو، کورنيو او بهرنيو مېلمنو په ګډون پرانيست غونډې دايروي او د خپلواکو رسنيو له لارې نـــشر ته سپارل کېږي. د افغاني سرې مياشتې کارکوونکي او رضاکاران ددې ځانګړې اونۍ په بهير کې په ښارونو او نورو سيمو کې د سرې مياشتې په نښان ښکلي شوي رسمي ټيکټونه پلوري، قدرمن هېوادوال کولی شي، چې د پېښځپلو او زيانمنو اړتياو ته د ځواب وينې په پار د ټيکټونو په  پېرلو سره د خير په دې کار کې ونډه واخلي.