د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

کابل، دوشنبه، ۱۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او آمرینو لپاره د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو. دغه ورکشاپ د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون (IFRC) په مالي ملاتړ او همغږۍ ترسره شو.
ورکشاپ له ټولنې سره د ریښتيني اړیکو ټینګولو، هغوی ته د حساب ورکولو، د فیډبک مدیریت (نظریات، وړاندیزونه، پوښتنې او نیوکې)، د پالیسۍ د مهمو برخو، مسؤلیتونو، او د تطبیقي تګلارو د ښه درک او پلي کېدو پر موضوعاتو راڅرخېده. همداراز، په دغه روزنیز ورکشاپ کې د کارکوونکو، رضاکارانو او کاري شریکانو رولونه هم واضح شول.
په ورکشاپ کې نږدې ۳۰ تنو کارکوونکو ګډون وکړ او په بریالیتوب پای ته ورسېده.
یاد ورکشاپ د عامه پوهاوي، شفافیت، مسؤلیت او د ټولنې ښکېلتیا د بنسټيزو ارزښتونو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي