کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د سعودي عربستان هېواد د ملک سلمان خیریه بنسټ مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې او ۲ کیلو خُرما شامل وو.