کابل؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنو شوو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د اورلګېدنې له امله له ۴ زیانمنو شوو کورنیو سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.