هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Hr

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق بنسټیز کلینیک، د مرستون د داخلي مشمولینو له استوګنځایونو او د افغاني سرې میاشتې له ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په یادو مرکزونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو، ناروغانو او داخلي مشمولینو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت او د روغتیايي او اداري چارو د بهیر ارزونه وکړه او د مسؤولینو او کارکوونکو هڅې یې وستایلې.

نوموړي روغتیايي او اداري کارکوونکو ته د چارو د لا ښه ترسره کېدو، له ناروغانو سره د ښه او نېک چلند او د معیاري او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال د مسؤولینو او کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي د هرات ښار د خواجه عبدالله انصاري او باغ ملت سړکونو په اوږدو کې د افغاني سرې میاشتې له ځمکو او ملکیتونو څخه هم لیدنه وکړه او د دغو شتمنیو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او غوره مدیریت په اړه یې مسؤولینو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS