کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د نړیوال فدراسیون له سکرتر جنرال سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۷
K

يکشنبه، ۲٨ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب ‌الدين دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د نړيوال فدراسيون له سکرتر جنرال ښاغلي جګن چپه ګېن او د افغانستان لپاره د ياد فدراسيون له مشر ښاغلي حسام فيصل سره وکتل.

ښاغلي دلاور د نړيوال فدراسيون سکرتر جنرال ته ښه راغلاست ووايه او له افغاني سرې مياشتې سره يې د نړيوال فدراسيون د دوامدارو مالي او تخنيکي همکاريو مننه وکړه او په افغانستان کې يې د نړيوال فدراسيون د کارکوونکو همکاري وستايله.

نوموړي د افغاني سرې مياشتې د ولايتي مجامعو د رئيس مرحوم عبد الله مفکر او د دې ادارې د يوه بل کارکوونکي د مړينې په اړه هم معلومات شريک کړل، چې د ولس د خدمت پر مهال د سېلابونو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

هغه د افغاني سرې مياشتې د روغتيايي فعاليتونو، په ځانګړي ډول د سوري زړه او رواني ناروغانو د درملنې په اړه معلومات وړاندې کړل او د طبيعي پېښو له زيانمنو کورنيو، بې‌سرپرستو مېرمنو او راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د ترسره کېدونکو بشري خدمتونو او مرستو يادونه هم وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې افغانان د تېرو څو لسيزو جګړو او طبيعي پېښو له امله له ګڼو بشري ستونزو سره مخ دي او پراخ ملاتړ ته اړتيا لري. هغه وويل، چې افغاني سره مياشت د خپلو بشري خدمتونو د لا پراختيا، د بېړنيو حالاتو پر مهال د زيانمنو خلکو د اړتياوو د پوره کولو او د مرستو د اغېزمنې رسونې لپاره د نړيوال فدراسيون د لا ډېرو همکاريو غوښتونکې ده.

ورپسې د نړيوال فدراسيون سکرتر جنرال د افغاني سرې مياشتې د دوو کارکوونکو د مړينې له امله خپله خواخوږي او د تسليت مراتب وړاندې کړل او د هغوی له کورنيو سره يې د لازمې مرستې د برابرولو ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل، چې افغانستان ته يې د سفر موخه د افغاني سرې مياشتې د بشري فعاليتونو او خدمتونو له نږدې ارزونه ده، څو د افغانانو بشري اړتياوې، د افغاني سرې مياشتې لاسته راوړنې او د بشري مرستو لومړيتوبونه له نړيوالو کاري شريکانو او مرستندويه ادارو سره شريک کړي.

 هغه څرګنده کړه، چې نړيوال فدراسيون به له افغاني سرې مياشتې سره د بشري مرستو او همکاريو لړۍ روانه وساتي.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د بشري فعاليتونو، روغتيايي او مرستندويه خدمتونو، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو او د متقابلو همکاريو د لا پراختيا په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS