کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
K

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ویاند، حافظ محمد قدیم ابرار، د رسنیز فعالیت د پیاوړتیا، د معلوماتو د کره‌والي، دقت او پر وخت خپرولو پر اهمیت خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او د اړمنو خلکو اړتیاوې باید د رسنیو له لارې په مسلکي او اغېزمن ډول منعکس شي.

ورپسې د نشراتو آمر، مولوي محمد یحیی رحیمي، د رسنیو د ارزښت او د ټولنې په پوهاوي او اړیکو کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې روزنیز ورکشاپ څخه د خپلو مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره اعظمي ګټه واخلي.

دغه درې ورځنی ورکشاپ، چې د آی سي آر سي په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی، موخه یې د رسنیو د څارنې له اصولو او عملي لارو چارو سره بلدتیا، د افغاني سرې میاشتې په اړه د خپرېدونکو خبرونو، راپورونو او د ټولنیزو رسنیو د محتوا منظم څار او تحلیل، د رسنیز پوښښ ارزونه او د ملي او نړیوالو رسنیو او اغېزناکو رسنیزو بنسټونو پېژندنه او طبقه‌بندي ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سې‌شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د. . .

BACK TO NEWS