په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د ریاست او د یاد زون اړوند د پکتیا ولایت د ولایتي څانګې ریاست کارکوونکو او د ولایتي مجامع غړو ته د ځانګړې اونۍ د هدف او د دې اونۍ د ارزښت په مناسبت غونډې ترسره شوې.
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن سه شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۸مه، په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د ریاست او د یاد زون اړوند د پکتیا ولایت د ولایتي څانګې ریاست کارکوونکو او د ولایتي مجامع غړو ته د ځانګړې اونۍ د هدف او د دې اونۍ د ارزښت په مناسبت غونډې ترسره شوې.
په ترسره شویو غونډو کې ګډونوالو ته د ځانګړې اونۍ اړوند په بشپړه توګه معلومات ورکړل شول او د چارو د ښه تنظیم په موخه ورته لازمې سپارښتنې ترسره شوې.