هرات ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۸:۴۱
خبرونه

هرات ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

 نن یکشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات ولایت مرستون له لوري له ۲۰۰ بې سرپرسته کونډو، معلول لرونکو او اړمنو  کورنیو سره د دوى ځان بسياینې او د کوچنیو کاروبارونو ( مالدارۍ، خياطۍ، چرګانو ساتنې، دوکاندارۍ......) د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې په ټولیزه توګه څلور میلیونه (۴،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نزدې راتلونکي کې  په دوهم پړاو کې هم پاتې نغدي مرسته ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ٢٧ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۸:۱۱
Background image

کونړ؛ له زلزله ځپلو کورنیو سره دوه ویشت نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند په بېلابېلو کلیو کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره. . .

BACK TO NEWS