نورستان
د روغتیایې چوپړونو وړاندې کول د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د افغاني سرې میاشتې ثابت کلینک هره ورځ وګړو ته روغتیایې چوپړونه وړاندې کوي، ياد کلنيک له یو ډاکتر، قابله، فارمسيست، واکسناتور، نرس او خوارځواکۍ مشاورى څخه تشکيل شوي دى. چي په اونۍ کې تقريبا ۳۵۰ مريضان، تداوي کوي.