فراه
یکشنبه د جمادي الاولى په ۱۰مه د افغاني سرې مياشتې دنشــــــراتو مدیریت له لوري د فراه ولایت په تيمورشاهي لیسې کي له محترمو ښونکو سره دعامه پوهاوي په موخه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کي د نشراتو د مدير له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې مياشتي، ملي ټولنو او غورځنګ د تاريخچې، کړنو او اصولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. دپلان له مخي به په دې ولایت کي د جمادي الاولى تر پايه د خوندي لاسرسي په موخه د عامه پوهاوي ۱۲ نشراتي ناستې ترسره شي.