غور کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۱۸ مه او ۱۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې غور نماینده ګۍ له لوری د غور ولایت د دولت ولسوالی ۸۰۰ اړمنو ، بی جا یه شوو او بېوزله کورنیو ته د د خوراکي او غیر خوراکی توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري رالېږل شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۲۰ کیلو اوره، ۵ کیلو مکرونی، او یوه بسته غذایی توکی چی پکی ۸ پاکته مکرونی، ۲کیلو و چی شیدی، ۲کیلو مالگه، ۲ کیلو وریژې، ، ۳ کیلو لوبیا، ۳کیلو نخود، ۱کیلو دال نخود، ۱ قوطي رُب، ۸ پاکته مکروني او یوه بسته ژمنی البسه شامل وو د ترکیی د هیات او د یاد ولایت د سری میاشتی استازو په شتون کی وویشل شو.