غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي
غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د غور ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۲۴۱۱ تنو معاینات او درملنه، ۱۲۸ تنو ته پانسمان او ۱۳۶۷ ته مختلف واکسینونه تطبیق کړي، همدا ډول ۳۱۲ مېرمنو ته له ولادت وړاندې او وروسته لازمې روغتیایي مشورې، ۲۰۹ خوار ځواکو ماشومانو ته اړین خوراکي توکي او ۲۴۸۸ تنو ته يې د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى.