د دايکندي ولایت مرکز کې په لزیر سیمه کې د افغاني سرې مياشتې له لوري نوی فرعي کلینیک پرانیستل شو!
د یاد کلینیک د پرانیستې په مراسمو کې په دایکندي ولایت کې د افغاني سرې میاشتې مسؤل مولوي مير احمد هاشمي، د دایکندي والي مولوي امين الله، د عامې روغتيا ولایتي رئيس رحمت الله مامک د کار او ټولنيزو چارو ولایتي رئیس سميع الله ثابت، د عدليې ولایتي رئیس مولوی خلیل حنيف او د يو شمېر نورو ادارو چارواکو ګډون درلود. په یاد فرعي کلینیک کې به د افغاني سرې میاشتې د روغتیاپالو له لوري د جراحۍ، ولادي او نسایي، سوء تغذي او داخله ناروغیو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي.