د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور د آی ایچ ایچ موسسې له مرستیال ښاغلي سلیمان اپلی سره وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۶
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور نن د صفر المظفر د میاشتې پر ۲مه، خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د آی ایچ ایچ مؤسسې له مرستیال ښاغلي سلیمان اپلي او مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس یاد پلاوي ته له ښه راغلاست ویلو وروسته له افغاني سرې میاشتې سره په تېر کې د دوی د لازمو همکاریو مننه وکړه او په ستونزمنو حالاتو کې یې د دوی ترسره کړې مرستې ارزښتمنې وبللې.

نوموړي له مقابل لوري غوښتنه وکړه، څو په راتلونکي کې هم له دې خیریه ټولنې سره خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي او له اړمنو او بې سرپرستو وګړو خپلې مرستې و نه سپموي.

همدارنګه په افغانستان کې د آی ایچ ایچ مؤسسې مرستیال په خپلو څرګندونو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته د نوي مسئولیت او دندې مبارکي وویله او له دې خیريه ملي ټولنې سره یې خپل هر اړخیز فعالیتونه په تفصیلي توګه بیان کړل.

نوموړي زیاته کړه "د افغانستان وګړي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، مونږ د انساني او ایماني وجیبې له مخې له مستحقو وګړو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو او خپلو مرستو کې به په کافي اندازه ډېروالی راولو".

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS