د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د سویډن د سره صلیب له سکرتر جنرال او د بهرنیو اړیکو له مسوول لیدنه ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او سکرتر جنرال ډاکتر نبي برهان نن په جینوا کې د سویډن د سره صلیب له سکرتر جنرال او د بهرنیو اړیکو له مسوول سره په افغانستان کې د بیا کار کولو په اړه ناسته ترسره کړه او مثبتې خبرې ترسره شوې.
تمه شته چې ددې ناستې له امله به د سویډن سور صلیب یو ځل بیا په افغانستان کې بشري مرستې پیل کړي.