د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس جینوا ته د خپل سفر په لړ کې د ملګرو ملتونو دفتر او د سویس هېواد د دایمي هیئت له مشر سره ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۸:۵۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس جینوا ته د خپل سفر په لړ کې د ملګرو ملتونو دفتر او د سویس هېواد د دایمي هیئت له مشر سره ګډه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص جینوا ته د خپل سفر په لړ کې د ملګرو ملتونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو ته د سویس هېواد د دایمي هیئت له مشر جرګ لاوبر سره ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې په افغانستان کې د سویس د هېواد پر بشري مرستو او په روان کال کې د ملي ټولنو په نړیوال کنفرانس کې د افغاني سرې میاشتې پر فعاله ونډه خبرې وشوې. ناسته کې ښاغلي جرګ لاوبر ژمنه وکړه، چې افغانستان کې له اړمنو سره به د سویس هېواد د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي په برخو کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS