هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۳۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
