تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دې مرسته کې هرې هغې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنې شوې وې.
ټاکل شوې ده، چې یادې کورنۍ به د ترلاسه شوې مرستې پر مټ د خپلو کوچنیو کاروبارونو لپاره اړین وسایل او توکي برابر کړي، څو وکولای شي خپل عایدات لوړ او اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
دغه مرسته د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې موخه یې د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی د معیشتي سرچینو ملاتړ دی.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د معیشتي او اقتصادي پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د ځان بسیاینې زمینه برابره او د هغوی اقتصادي وړتیاوې پیاوړې کړي.
