د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د خیرات مؤسسې له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړه!
سه شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر۱۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي په ترکیه کې د خیرات مؤسسې له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د خیرات مؤسسې مسوولینو د افغاني پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې مرستې به د افغاني سرې میاشتې له لارې اړمنو او بېوزلو افغانانو ته رسوي ترڅو وکولای شو خپلې مرستې ریښتینو اړمنو او بېوزله افغانانو ته په غوره توګه ورسېږي. په مقابل کې د سرې میاشتې سرپرست رییس مننه ترې وکړه او ډاډ يې ور کړ، چې ستاسو مرستې به په شفاف ډول تر اړمنو افغانانورسېږي.