خوست!
د افغاني سرې میاشتې له لورې خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې ۹۴۱ اړمنو او بیوزله کورنیو ته د ژمني توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د ماشومانو، نارینه او ښځينه و جاکټونه، ۲ ژمني څادرونه، ۶ جوړې بېلابېل سایز بوټونه، ۱۲ جوړې بیلا بیل سایز جورابې، ۴ د ماشومانو ژمنۍ خولۍ، ۶ کورتۍ او ۴ جوړې د ماشومانو دستکشې، شاملې وو.