جوزجان؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال د نمايندګۍ له فعاليتونو او ملکيتونو ليدنه وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۸
J

سې‌ شنبه، ۱۱ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، شمال زون ته د خپل سفر په لړ کې د جوزجان ولايت له نمايندګۍ څخه ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال نوموړي د جوزجان نمايندګۍ فعاليتونه وارزول او د اداري چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره يې مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې او د موجوده ستونزو د حل او وړانديزونو د عملي کېدو په اړه يې هم ډاډ څرګند کړ.

همدارنګه، ښاغلي مرستيال د آقچې ولسوالۍ د افغاني سرې مياشتې ۱۵۰ جريبه ملکيتي ځمکه او په شبرغان ښار کې د جوزجان نمايندګۍ اړوند د جوړېدونکي يو پوړيز سوداګريز مارکيټ څخه ليدنه وکړه. نوموړي د يادو پروژو د پرمختګ او د ملکيتونو د اغېزمنې استفادې په اړه مسؤولينو ته اړينې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS