بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۴
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۶۵۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د بلخ ولایت د نمایندګۍ رئیس په خپلو خبرو کې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نغدو پيسو د وېش په تړاو د تفصیلي وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د یادو تثبیت شوو اړمنو او پېښځپلو د ثبت او پېژندنې په برخه کې بشپړ شفافیت په پام کې نیول شوی.
نوموړي د ژمي د موسم په را رسېدو دا ډول نغدي مرستې اغېزمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې بشرپالې ملي ټولنې په توګه د ټول هېواد په کچه د اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو د لاسنيوي په پار دوامداره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې نغدي مرستې وېش به په نږدې ورځو کې په فاریاب، بغلان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۲۶
Background image

فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو (۲۱،۰۰۰،۰۰۰) یوویشت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

فاریاب ولایت کې پر ۷۰۰ اړمنو کورنیو (۲۱،۰۰۰،۰۰۰) یوویشت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۸
Background image

بدخشان ولايت کې ۷۹۷۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

بدخشان ولايت کې ۷۹۷۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۴۶۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۷:۳۷
Background image

130 Students Graduated from Afghan Red Crescent Educational Center in Parwan

130 Students Graduated from Afghan Red Crescent Educational Center in Parwan
On Wednesday, 20th of November, Afghan Red Crescent Society held a graduation ceremony for 130 students at. . .

BACK TO NEWS