آریانا طبي کمپلکس ته د درملنې په موخه د زړه په سوري اخته ۱۷ تنه ناروغ ماشومان ور وپېژندل شول!

Website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۴:۵۳
معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر۵مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او آریانا طبي کمپلکس تر منځ د شوي هوکړه لیک پربنسټ ۱۷ تنه د زړه په سوري اخته ناروغ ماشومان د درملنې او ‏عملیات په موخه ور وپېژندل شول.

کومه غونډه چې په همدې اړه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي تالار کې دایره شوې وه؛ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص، سکرترجنرال ډاکټر محمد نبی برهان، د آریانا طبي کمپلکس د زړه څانګې مسوول محترم ډاکټر خیبر صدیقي او د‏افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي خدمتونو رییس ډاکټر محمد سلیم بهرمند شتون درلود.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای ده، چې له لنډې دمې وروسته د زړه په سوري د اخته ناروغانو درملنه بیاځلې پيل شوه، چې د راجستر شویو ‏ناروغانو شمېر له پیل څخه تر دامهاله ۲۲۸۵۰ تنو ته رسېږي، چې ۱۲۸۴۶ تنه یې په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې درملنه شوې او ۷۵۶۴ تنه نور د منتظرینو په لست کې د درملنې لپاره انتظار دي.

افغاني سره میاشت د زړه په سوري د اخته ناروغو ماشومانو بشپړې درملنې لپاره دوه میلیونه امریکایي ډالرو ‏ته اړتیا لري، چې هر ناروغ له هوکړه لیک سره سم چې له آریانا طبي کمپلکس سره لاسلیک شوی ۱۹۵۰ امریکایي ډالره لګښت لري.

د یادونې وړ او خوښۍ ځای ده چې د آریانا طبي کمپلکس محترم مسوولینو د مخکینیو هوکړه لیکونو په پرتله چې د هر تن ناروغ درملنې ۲۳۵۰ امریکایي ډالره لګښت درلود؛ داځل یې‏د پام وړ تخفیف په پام کې نیولی.

د افغاني سرې میاشتې رهبري د هېواد له خیرپاله وګړو، ملي سوداګرو، ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري د اخته ناورغانو په درملنه کې مرسته وکړي ترڅو وکولای شو د عمځپلو کورنیو پر شونډو مسکا خپره کړو. ‏ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي خدمتونو رییس ښاغلي ډاکټر محد سلیم بهرمند په خپلو خبرو کې وویل: د زړه په سوري د اخته ناروغانو د درملنې په موخه د افغاني سرې میاشتې پروګرام د روغتونونو په ظرفیت ولاړ دی، ځکه د پروګرام په پیل کې یواځې د ګوتو په شمېر روغتونونو شتون درلود، چې دا ‏ډول ناروغان یې درملنه کول او نن د خوښۍ ځای دی چې د کابل ډېری روغتونونه د داډول ناروغانو د درملني وړتیا لري.

ورپسې د آریانا طبي کمپلکس د زړه د څانګې مسوول ښاغلي ډاکټر خیبر صدیقي وویل: د آریانا طبي کمپلکس د ډاکټرانو هڅه به داوي ترڅو ناروغان په غوره توګه تر درملنې لاندې ونیسي.

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

معرفی 17  تن طفل مریض مصاب به سوراخ قلب به شفاخانه آریانا طبی کمپلیکس

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

دافغاني سرې میاشتې مالي مدیرانو ته د مایکروسافټ نویژن (MS. Navision) شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

نن شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر ۱۵مه د مرکزي دفتر او کندهار، زابل، تخار، هلمند، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، کنړ، مزارشریف او ډایکنډي ولایتونو مالي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

پکتیا:

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي وویشل شول.

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

پکتیا:

د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د محرم الحرام پر ۱۲مه د پکتیا ولایت د جاني خېل ولسوالۍ ۲۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي وویشل شول.

ټاکل شوې د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS