بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.
یاده مرسته د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، چې پکې یوه خېمه، پنځه کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بېړنیو پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
