لغمان؛ د افغاني سرې میاشتې په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه
دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۴۵ تنو زده کوونکو څخه میاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه.
په یاد مرکز کې دا مهال ۳۳۴ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي، چې د شخصي ښوونیزو مرکزونو د فیس ورکولو توان نه لري، په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول لنډمهاله مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو هېوادوالو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي او په دې برخه کې خپلې هڅې دوامدارې ساتي.
