سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل او اړتیاوو پوره کولو په موخه وکتل.

ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا او پکتیکا ولایتونو وګړي، چې د طبیعي پېښو او د دوامداره وچکالۍ د ناورين له امله اغېزمن شوي، له جدي ستونزو سره مخ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت به د یادو ولایتونو له بې وزله او اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې د بې‌ وزله وګړو ملاتړ او روغتیايي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه دي او زموږ هڅه داده، څو له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او کاري شریکانو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو.

د پکتیا ولایت والي هم په ناسته کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو، راستنو شوو کډوالو او سیلاب ځپلو وګړو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او د بېړني لاسنیوي غوښتنه یې وکړه، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۷:۳۵
Background image

له ايرانه ‎راستنېدونکو کډوالو سره د ‎افغاني سرې مياشتې مرستې دوام لري

جمعه، ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۷  

 د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په لارښوونه، د ‎هرات ولایت په ‎اسلام‌قلعه بندر او د ‎نیمروز ولایت په ‎ميلک بندر کې له ‎ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د ‎پخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵۲
Background image

آی سي آر سي: له افغاني سرې میاشتې سره بشري همکارۍ ته دوام ورکوو

پنجشنبه، ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د آی سي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
Background image

سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل. . .

BACK TO NEWS