سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل او اړتیاوو پوره کولو په موخه وکتل.
ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا او پکتیکا ولایتونو وګړي، چې د طبیعي پېښو او د دوامداره وچکالۍ د ناورين له امله اغېزمن شوي، له جدي ستونزو سره مخ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت به د یادو ولایتونو له بې وزله او اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې د بې وزله وګړو ملاتړ او روغتیايي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه دي او زموږ هڅه داده، څو له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او کاري شریکانو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو.
د پکتیا ولایت والي هم په ناسته کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو، راستنو شوو کډوالو او سیلاب ځپلو وګړو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او د بېړني لاسنیوي غوښتنه یې وکړه، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.