د روژې د میاشتې په مناسبت؛ لغمان کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه
پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لغمان ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴ کيلو خُرما ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د روژې په میاشت کې د اړمنو کورنیو لاسنیوی خپل لومړیتوب ګڼي.
