vافغاني سرې میاشتې ته د آذربایجان څه باندې ۷ ټنه خوراکي مرسته وسپارل شوه
پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د هغه مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته د یادې ټولنې په مرکزي دفتر کې ۱۵۰ بستې د خوراکي توکو مرسته د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د ملاتړ په موخه وسپارله.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د یادې مرستې د تسلیمۍ پر مهال د آذربایجان هېواد د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې مرسته به یې په بشپړ شفافیت مستحقو کورنیو ته ورکړل شي. نوموړي وویل، چې دا ډول مرستې کولای شي، د اړمنو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یوې کچې راکمې کړي.
له بل لوري ښاغلي الهام محمدوف په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد یې هڅه کوي؛ څو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه هیله څرګنده کړه چې دا مرسته به د اړمنو کورنیو د ستونزو په کمولو کې ګټوره تمامه شي.
د یادونې وړ ده، چې هره خوراکي بسته ۴۷ کیلو ګرامه وزن لري، چې اوړه، وریژې، مکروني، غوړي، سویا او چای په کې شامل دي.
