پکتیا: د افغاني سرې میاشتې مرستیال له مرستون، د رواني ناروغانو له مرکز او ملکیتونو ليدنه وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۵۶
Pak

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په پکتیا کې د سویل ختیځ زون په کچه له مرستون، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز او د دې ادارې له ملکیتونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مرستیال په مرستون کې د مېشتو اړمنو او بې‌ سرپرسته کورنیو اړتیاوې و ارزولې او همداراز یې د رواني ناروغانو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو کیفیت، پخلنځی او استوګنځایونه وليدل.

 نوموړي مسؤولینو ته له ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رویې او د پاکوالي پر مراعت جدي ټینګار وکړ او هم يې د هغوی خدمتونه وستایل.

همداراز يې، د افغاني سرې میاشتې د ملکیتونو د وضعیت ارزونه هم وکړه او مسؤولینو ته يې لارښوونه وکړه، څو له دغو شتمنیو څخه په منظم او اغېزمن ډول ګټه واخلي، ترڅو د افغاني سرې مياشتې په عوایدو کې زیاتوالی را شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
Background image

خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۹
Background image

زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

BACK TO NEWS