خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
K

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.

ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمنې او پر وخت ځواب وینې، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې، د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په اړه نظري او عملي معلومات ورکړل شول.

همدارنګه، ګډونوالو ته په بېړنيو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو هم هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.

د دې ورکشاپ موخه دا وه، چې رضاکاران وکولی شي په بېړنیو حالاتو کې پېښځپلو هېوادوالو ته په چټک، اغېزمن او مسلکي ډول رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
Background image

خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هرات: د حرفوي زده‌کړو ګډونوالو ته ۳۸۳ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه

شنبه، ۱ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې د حرفوي زده‌ کړو ګډونوالو ته د تګ راتګ کرایه ورکړل شوه.

په دې پروګرام کې ټولټال ۳۸۳,۵۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۹
Background image

زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

BACK TO NEWS