هرات: د حرفوي زده‌کړو ګډونوالو ته ۳۸۳ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۴۸
H

شنبه، ۱ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې د حرفوي زده‌ کړو ګډونوالو ته د تګ راتګ کرایه ورکړل شوه.

په دې پروګرام کې ټولټال ۳۸۳,۵۰۰ افغانۍ د کرایې په توګه ووېشل شوې، چې له دې جملې ۲۹۲,۵۰۰ افغانۍ زده‌کوونکو، ۸۳,۲۰۰ افغانۍ ښوونکو او ۷,۸۰۰ افغانۍ د مرکزونو ساتونکو ته ځانګړې شوې وې.

د ورکړل شويو مرستو له مخې، ۱۵۰ ښځینه زده‌ کوونکو ته کرایه ورکړل شوه، چې له ډلې یې ۱۰۰ تنه د فنلنډ د سره صلیب او ۵۰ تنه د بریتانیا د سره صلیب په مالي ملاتړ شاملې وې.

یادو زده‌ کوونکو د درې میاشتو او پنځلسو ورځو لپاره په حرفوي ټولګیو کې زده‌ کړې کړې وې او د پاتې ۱۳ ورځو کرایه ورته ورکړل شوه. د هرې ورځې لپاره ۱۵۰ افغانۍ د کرایې په توګه ټاکل شوې وې.

په دې روزنیزو پروګرامونو کې خیاطي، افغاني ګنډنه، شیریني‌ پزي، د نباتي محصولاتو تولید او د وچو مېوو او زعفرانو بسته‌ بندي شامل وو.

د دې حرفوي زده کړو موخه د ګډونوالو اقتصادي پیاوړتیا، د کار زمینې برابرول او پر دوامداره مرستو د تکیې کمول دي، څو هغوی وکولای شي د کوچنیو اقتصادي فعالیتونو له لارې خپلواک او باثباته ژوند پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
Background image

خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هرات: د حرفوي زده‌کړو ګډونوالو ته ۳۸۳ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه

شنبه، ۱ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې د حرفوي زده‌ کړو ګډونوالو ته د تګ راتګ کرایه ورکړل شوه.

په دې پروګرام کې ټولټال ۳۸۳,۵۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۹
Background image

زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

BACK TO NEWS