هرات: د حرفوي زدهکړو ګډونوالو ته ۳۸۳ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوه
شنبه، ۱ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې د حرفوي زده کړو ګډونوالو ته د تګ راتګ کرایه ورکړل شوه.
په دې پروګرام کې ټولټال ۳۸۳,۵۰۰ افغانۍ د کرایې په توګه ووېشل شوې، چې له دې جملې ۲۹۲,۵۰۰ افغانۍ زدهکوونکو، ۸۳,۲۰۰ افغانۍ ښوونکو او ۷,۸۰۰ افغانۍ د مرکزونو ساتونکو ته ځانګړې شوې وې.
د ورکړل شويو مرستو له مخې، ۱۵۰ ښځینه زده کوونکو ته کرایه ورکړل شوه، چې له ډلې یې ۱۰۰ تنه د فنلنډ د سره صلیب او ۵۰ تنه د بریتانیا د سره صلیب په مالي ملاتړ شاملې وې.
یادو زده کوونکو د درې میاشتو او پنځلسو ورځو لپاره په حرفوي ټولګیو کې زده کړې کړې وې او د پاتې ۱۳ ورځو کرایه ورته ورکړل شوه. د هرې ورځې لپاره ۱۵۰ افغانۍ د کرایې په توګه ټاکل شوې وې.
په دې روزنیزو پروګرامونو کې خیاطي، افغاني ګنډنه، شیریني پزي، د نباتي محصولاتو تولید او د وچو مېوو او زعفرانو بسته بندي شامل وو.
د دې حرفوي زده کړو موخه د ګډونوالو اقتصادي پیاوړتیا، د کار زمینې برابرول او پر دوامداره مرستو د تکیې کمول دي، څو هغوی وکولای شي د کوچنیو اقتصادي فعالیتونو له لارې خپلواک او باثباته ژوند پیل کړي.
