د خوندي لاسرسي په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۶:۵۸
v

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ایزو زونونو د ۲۰ کارکوونکو لپاره د آی‌ سي‌ آر‌ سي په مالي ملاتړ د خوندي لاسرسي په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانېستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب رئیس ښاغلي مولوي عبدالباقي خيرخواه د خوندي لاسرسي د چوکاټ، موخو، میتودونو او وسایلو په اړه د پوهاوي ترلاسه کولو لپاره دا ډول ورکشاپونه ګټور وبلل او دې برخه کې یې د آی‌ سي‌ آر‌ سي له همېشنیو همکاریو مننه  وکړه. 
دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د خوندي لاسرسي چوکاټ سره د آشنایۍ، عناصرو، کاریدونکو لارو چارو او موخو په اړه معلومات وړاندې شي، څو وکولی شي، په بحراني حالاتو کې د کارکوونکو خوندیتوب ته پام وشي، اووه ګونو بنسټيزو اصولو له مخې بشرپال فعالیتونه پر وخت ترسره شي او د خطرونو د ارزونې او مدیریت برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۸:۲۵
Background image

د بلخ او سمنګان زلزله‌ ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړيوالو کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۶:۵۸
Background image

د خوندي لاسرسي په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ایزو زونونو د ۲۰ کارکوونکو لپاره د آی‌ سي‌ آر‌ سي په مالي ملاتړ د خوندي لاسرسي په اړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۱۲
Background image

سمنګان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ١١ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سمنګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٤٢٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS