سمنګان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي
يکشنبه، ١١ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د سمنګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٤٢٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٠٦٣ تنه ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
