افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۴
افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس ښاغلي چارلس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د بشري همکارۍ، همغږۍ او ګډو فعالیتونو پراخولو په موخه وکتل. 
کتنه کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري بې‌ سرپرسته کورنیو، اړمنو وګړو او راستنیدونکو کډوالو ته د ترسره شوو او وړاندې کېدونکو بشري خدماتو او فعاليتونو په اړه د تفصیلي معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ له یاد پلاوي څخه د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او تیرو ناخوالو له امله زیانمنو شوو وګړو سره د مرستې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. 
بلخوا ښاغلي کریستوفر ویلیام په افغانستان کې د افغان اید مؤسسې د خدماتو او فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ په دوو برخو( د طبیعي پېښو له امله د زیانمونو شوو وګړو لاسنیوي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د خطر کمولو په تړاو د عامه پوهاوي) کې خدمتونه وړاندې کوو او هڅه کوو، چې دا خدمتونه لا پراخ کړو.
دا راز راغلي پلاوي له افغاني سرې میاشتې سره د طبېعي پېښو زيانمنو د لاسنيوي برخه کې د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۴
Background image

افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲
Background image

کابل؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ. . .

BACK TO NEWS