افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس ښاغلي چارلس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د بشري همکارۍ، همغږۍ او ګډو فعالیتونو پراخولو په موخه وکتل.
کتنه کې عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې له لوري بې سرپرسته کورنیو، اړمنو وګړو او راستنیدونکو کډوالو ته د ترسره شوو او وړاندې کېدونکو بشري خدماتو او فعاليتونو په اړه د تفصیلي معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ له یاد پلاوي څخه د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او تیرو ناخوالو له امله زیانمنو شوو وګړو سره د مرستې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
بلخوا ښاغلي کریستوفر ویلیام په افغانستان کې د افغان اید مؤسسې د خدماتو او فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ په دوو برخو( د طبیعي پېښو له امله د زیانمونو شوو وګړو لاسنیوي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د خطر کمولو په تړاو د عامه پوهاوي) کې خدمتونه وړاندې کوو او هڅه کوو، چې دا خدمتونه لا پراخ کړو.
دا راز راغلي پلاوي له افغاني سرې میاشتې سره د طبېعي پېښو زيانمنو د لاسنيوي برخه کې د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.