افغاني سرې میاشتې په هرات ولایت کې بیلابیل روغتیایي خدمتونه ترسره کړل

افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپلو روغتیایي کارکوونکو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۷۲۱۲ وګړو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
په یاده موده کې ۷۵۷۴ تنو ته له معاینې وروسته په وړیا توګه درمل ورکړل شوي، د ۴۱۱ ټپيانو پانسمان شوی، ۷۷۷ ښځو او ماشومانو ته بېلابېل واکسينونه تطبیق شوي، ۷۲۹۳ تنو ته روغتيايي مشورې او ۵۹۲ میندو ته له ولادت وړاندې او وروسته د ځان د روغتيا ساتنې اړوند لارښوونې شوي. همدا ډول ۵۶۵ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي هم ورکړل شوي.
====================================
هلال احمر افغانی از طریق کارمندان صحی خویش در طی ۳۰ روز گذشته برای ۱۷۲۱۲ تن در مناطق مختلف ولایت هرات خدمات صحی عرضه نموده است.
در این مدت برای ۷۵۷۴ تن پس از معاینه ادویه رایگان فراهم شده، ۴۱۱ مجروح پانسمان شده، برای ۷۷۷ زن و کودک واکسین های مختلف تطبیق، برای ۷۲۹۳ تن مشوره صحی و برای ۵۹۲ از مادران توصیه های حفظ الصحه قبل و بعد از ولادت ارائه شده. نیز برای ۵۶۵ تن کودک مبتلا به سوء تغذی مواد غذایی مخصوص فراهم شده است.