د لوی اختر په مناسبت پر اړمنو او بېوزله وګړو ۲.۷ ټنه غوښه ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۱۸:۳۹
کابل کې اړمنو سره مرسته

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
نن د اختر په دوهمه ورځ، یو ځل بیا د  افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې د UMDE خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لوی اختر په مناسبت د کابل اړوند په کوټه سنګي، خوشحال خان، چهلستون، عبد الحق څلور لارې، خير خانه کوتل،  د کابل بالا حصار تر چهار آسياب، آرزان قېمت، سينما پامير، سرای شمالي، شاه شهيد، کارته نو، پلچرخي، دار الامان او دشت برچي سيمو سربېره د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې پر ۹۰۰ اړمنو، غریبکارو او بېوزله هېوادوالو په ټوله کې ۲.۷ ټنه غوښه ووېشل شوه، چې هر یوه تن ته ۳ کیلو ګرامه غوښه ورکړل شوه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
Background image

خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۹
Background image

زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

BACK TO NEWS