کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو وړیا جراحي عملیات پیل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۰
K

يکشنبه، ٢٣ ربيع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د دې ادارې په همکارۍ د بنګله‌دېش د «المرکز الاسلامي» د متخصص روغتیايي ټیم له لوري د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو د وړیا درملنې او جراحي عملیات پیل شول.

د پروګرام د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، له بنګله‌دېش څخه راغلو متخصصو روغتیاپالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بې‌ وزله ماشومانو د درملنې او جراحي عملیاتو برخه کې د هغوی له همکاریو مننه وکړه.

ښاغلي دلاور وویل، د بې‌ وزلو او اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه د افغاني سرې میاشتې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي هغو ناروغانو ته روغتیايي خدمات برابر شي چې د درملنې او جراحي عملیاتو د لګښت توان نه لري.

ورپسې، د بنګله‌ دېش د «المرکز الاسلامي» استازي حمزه شهید الاسلام وویل، دا څلورم ځل دی چې د دوی روغتیايي ټیم د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ماشومانو درملنه او جراحي عملیات ترسره کوي.

د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو پړاوونو کې د ۲۸۵ ماشومانو عملياتونه په بریالیتوب ترسره شوي او په روان پړاو کې به هم شاوخوا ۱۲۰ ماشومان تر درملنې او جراحي عملیاتو لاندې ونیول شي.

ښاغلي شهیدالاسلام د ناروغانو د درملنې او عملیاتو لپاره د افغاني سرې میاشتې له لوري د برابرو شویو روغتیايي اسانتیاوو او امکاناتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغو اسانتیاوو په شتون کې به عملیات په منظم ډول ترسره شي.

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکتر عبدالله عرفان هم په غونډه کې د دې ادارې د روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، افغاني سره میاشت په خپل قلبي روغتون کې د هغو ماشومانو وړیا درملنه او جراحي عملیات ترسره کوي چې د زړه سوري ناروغۍ لري او کورنۍ یې د درملنې د لګښتونو د برابرولو توان نه لري.

ښاغلي عرفان همدارنګه په لرې پرتو سیمو کې اړمنو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او د اړمنو هېوادوالو لپاره یې د روغتیايي خدمتونو د دوام او پراختیا ډاډ وښود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۶
Background image

دایکندي؛ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ناروې سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۲
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۴۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS