کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو وړیا جراحي عملیات پیل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۰
K

يکشنبه، ٢٣ ربيع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د دې ادارې په همکارۍ د بنګله‌دېش د «المرکز الاسلامي» د متخصص روغتیايي ټیم له لوري د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو د وړیا درملنې او جراحي عملیات پیل شول.

د پروګرام د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، له بنګله‌دېش څخه راغلو متخصصو روغتیاپالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بې‌ وزله ماشومانو د درملنې او جراحي عملیاتو برخه کې د هغوی له همکاریو مننه وکړه.

ښاغلي دلاور وویل، د بې‌ وزلو او اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه د افغاني سرې میاشتې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي هغو ناروغانو ته روغتیايي خدمات برابر شي چې د درملنې او جراحي عملیاتو د لګښت توان نه لري.

ورپسې، د بنګله‌ دېش د «المرکز الاسلامي» استازي حمزه شهید الاسلام وویل، دا څلورم ځل دی چې د دوی روغتیايي ټیم د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ماشومانو درملنه او جراحي عملیات ترسره کوي.

د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو پړاوونو کې د ۲۸۵ ماشومانو عملياتونه په بریالیتوب ترسره شوي او په روان پړاو کې به هم شاوخوا ۱۲۰ ماشومان تر درملنې او جراحي عملیاتو لاندې ونیول شي.

ښاغلي شهیدالاسلام د ناروغانو د درملنې او عملیاتو لپاره د افغاني سرې میاشتې له لوري د برابرو شویو روغتیايي اسانتیاوو او امکاناتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغو اسانتیاوو په شتون کې به عملیات په منظم ډول ترسره شي.

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکتر عبدالله عرفان هم په غونډه کې د دې ادارې د روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، افغاني سره میاشت په خپل قلبي روغتون کې د هغو ماشومانو وړیا درملنه او جراحي عملیات ترسره کوي چې د زړه سوري ناروغۍ لري او کورنۍ یې د درملنې د لګښتونو د برابرولو توان نه لري.

ښاغلي عرفان همدارنګه په لرې پرتو سیمو کې اړمنو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او د اړمنو هېوادوالو لپاره یې د روغتیايي خدمتونو د دوام او پراختیا ډاډ وښود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۶:۱۸
Background image

بلخ؛ ۳ میلیون و ۸۷۰ هزار افغانی به ۲۲۴ کارگر در مقابل کار توزیع شد

شنبه، ۲۰ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، مبلغ ۳ میلیون و ۸۷۰ هزار افغانی را به ۲۲۴ کارگر مسلکی و غیرمسلکی در منطقه خیرآباد ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ، در مقابل کار توزیع نمود.

بر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۵۱
Background image

ننگرهار؛ در یک ماه گذشته، هزاران بیمار از خدمات صحی بهره‌مند شده اند

شنبه، ۲۰ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت ننگرهار، برای ۳۶۳۳۰ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
Background image

کنر؛ پروژه دیوار استنادی به ارزش ۴ میلیون افغانی آغاز شد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی پروژه پول نقد در مقابل کار را به ارزش ۴ میلیون افغانی در قریه بیداد ولسوالی دانگام ولایت کنر آغاز نمود.

از طریق این پروژه، دیوار استنادی به. . .

BACK TO NEWS