دایکندي؛ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د ناروې سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د نغدي مرستو له لارې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
