بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Bl

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ازبکستان هېواد په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ لېټره غوړي، ۱۰ کیلوګرامه لوبیا او ۹ کیلو ګرامه بسکویټ ترلاسه کړل، څو د خپلو خوراکي اړتیاوو یوه برخه پرې پوره کړي.

افغاني سره میاشت د خپلو کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د خوراکي مرستو د پروګرامونو له لارې پر اړمنو کورنیو د اړتیاوو پر بنسټ مرستې ووېشي او د هغوی د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قطر سرې میاشتې له نوي مشر سره تعارفي کتنه وکړه

شنبه، ۱۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له نوي مشر ښاغلي بهاء الدین النجومي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

لغمان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۳۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه، په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو. . .

BACK TO NEWS