کابل؛ د ٣ روغتیايي بستونو لپاره د نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۳۱
k

چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون کې د درې روغتیايي بستونو لپاره د نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه. یاد بستونه د آتوکلیف نرس، د زړه جراح نرس او د نویو زېږېدلو او ماشومانو متخصص و.
دغه ازموینه چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، پکې ۴۸ تنو روغتیاپالانو ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده د تحریري ازموینې د پاڼو تر ارزونې او د شفاهي ازموینې وروسته، بریالي نوماندان پر یادو بستونو وګمارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

زابل کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د زابل ولایت د مرکز قلات ښار د بېلابېلو ناحیو پر ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ۲.۶ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې

چهارشنبه،  ۸ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل ترمنځ له ګاونډیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

روژه او د بېوزلو لاسنيوى؛ کابل کې ۲۵۰ کورنیو ته شاوخوا ۱۹ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا مرکزي مرستون کې پر ۲۵۰ اړمنو، بې سرپرسته او معلولینو لرونکو بېوزلو کورنیو ۱۹.۲۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. 
دغه. . .

BACK TO NEWS