له شعاره تر عمله؛ افغاني سرې میاشتې پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشله

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۷:۲
له شعاره تر عمله؛ افغاني سرې میاشتې پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو پراخه بشري مرسته ووېشله

شنبه، ۲۰ رجب ۱۴۴۷
پکتیکا کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، نږدې ۹۷ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ۹۴ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې په کې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود مالګه، مکروني، رُب او سرېلاک شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یو شمېر د اړتیا وړ غیر خوراکي توکي هم ورکړل شول.
دغه مرسته به د یادو راستنو شوو کورنیو اساسي ستونزې راکمې او ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو، راستنو شوو او پېښځپلو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۷:۴۶
Background image

افغاني سره میاشت؛ د انګلیسي ژبې ژباړن او پروپوزل لیکنې بستونو لپاره ازموینه واخستل شوه

یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د انګلیسي ژبې ژباړن او پروپوزل لیکنې همکار مدیر پر دوه خالي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۷:۳۱
Background image

پنجشېر کې له ۴۱۷ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره خوراکي او غير خوراکي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، پنجشېر کې له ۴۱۷ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۴ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۱۱
Background image

کډوالو، اړمنو او پېښځپلو لاسنیوی؛ د افغاني سرې میاشتې او ترکیې آی اېچ اېچ بنسټ ترمنځ ناسته وشوه

یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د ترکیې د آی اېچ اېچ خیریه بنسټ د مسؤول ښاغلي سلیمان ایپلي او مل پلاوي تر منځ د کډوالو،. . .

BACK TO NEWS