پنجشېر کې له ۴۱۷ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره خوراکي او غير خوراکي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، پنجشېر کې له ۴۱۷ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۴ قلمه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۰ کیلو نخود، ۱۲ کیلو مکروني، ۱ قطی رُب، ۵ کیلو خُرما، ۱ کمپله، د لوښو مینځلو شامپو ۲ بوتله، د سر مینځلو شامپو ۲ بوتله، ۱ جوړ بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مقام سلاکار ښاغلي شیخ الحدیث نور احمد حنیف، د پنجشېر ولایت والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکيم، مرکزي يو شمېر رئیسانو، د یاد ولایت د نماينده ګۍ رئیس، د ترکیې د آی ایچ ایچ خیریه بنسټ استازو او د یو شمېر نورو ادارو مسٸولينو ګډون درلود.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سلاکار دغه مرسته د یادو کورنیو لپاره ارزښتمنه وبلله او ویې ویل، چې د دې مرستې ترلاسه کول به د دوی د اساسي ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، چې افغاني سره میاشت د راستنو شوو کډوالو ملاتړ ته ژمنه ده او هڅې به یې له هغوی سره د تل په څېر دوام ولري.
همدارنګه د پنجشېر والي د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیزو خدمتونو د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې دغه ټولنه تل د اړمنو او بېوزلو د لاسنیوي په برخه کې مخکښه پاتې شوې او په ځانګړي ډول د ژمي په سړه هوا کې یې راستنېدونکو هېوادوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. ښاغلي والي هیله څرګنده کړه، چې د افغاني سرې میاشتې دغه مرستې همداسې دوام پیدا کړي، څو راستانه شوي هېوادوال د تنهایۍ احساس ونکړي.
دغه مرسته راستنو شوو کورنیو سره د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په پار ترسره شوه.
