کابل؛ له سوال کولو څخه د مخنیوي په موخه له ۸۷ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۱۰
کابل؛ له سوال کولو څخه د مخنیوي په موخه له ۸۷ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل مرکزي مرستون کې له ۸۷ بېرونیو مشمولینو (بېوزله او سوالګرو) کورنیو سره څلور سوه او دیارلس زره (۴۱۳،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې موخه يې د اقتصادي ستونزو کمول، په راتلونکي کې له سوال کولو څخه د مخنیوي او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي
د مرستې د وېش پر مهال د مرکزي مرستون رئیس ښاغلي مولوي سيد احمد بهرمند د مرستې د وېش په اړه د بشپړ عدالت او شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت په ټول توان سره د اړمنو لاسنیوی کوي او د دوی د ستونزو حل یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.
په مرسته کې د کورنيو د غړو شمېر ته په کتو  ځينو کورنيو ته ۵۰۰۰،  ځينو ته ۴۰۰۰ او يو شمېر نورو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
له دې وروسته به  یادې کورنۍ هره میاشت خپلې نغدي مرستې د بانکي حسابونو له لارې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۹:۱۵
Background image

کونړ کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري خواخوږۍ په موخه پنځلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۷:۵۶
Background image

د افغاني سرې مياشتې او اروپايي ټولنې کتنه؛ پر روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ټينګار وشو

شنبه، ۱۵ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو لوی رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۷:۳۹
Background image

سمنګان؛ ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوندو د بېلابېلو سیمو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۱. . .

BACK TO NEWS