سمنګان؛ ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوندو د بېلابېلو سیمو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۱.۵۲۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۸۶.۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، مکروني، شین چای، رُب او بیسکټ په کې شامل وو.
